د ستونزو په حل کي د نورمونو پاتې را تلل د زور لاره همواره وې
د پورتنيو درو جوړښتونو تر منځ نه يوازي پېاوړې اړيکې شته دي، بلکې په ټولنه کي ددې جوړښتونو تر منځ مرزونه او پولې هم مشخصي او روښانه نه دي او دي حالت په کلې توگه ټولنېز جوړښتونه له ستونزو او یوې دوامدارې بې ثباتې سره مخامخ کړی. په يوه ټولنه کي د جوړښتونه ثبات هغه وخت منځ ته راځې چي هر شی په خپل ځای وي. په ټولنېزو جوړښتونو کي خپلواک دولتې جوړښت ټاکونکی رول تر سره کوي او دا دولتې جوړښت دی چي په ټولنه کي د سياسي او ټولنېزو جوړښتونو محتوا او مضمون جوړوي. د ما مطلب هغه دولتې جوړښت دی، کوم ته چي د خلکو په وسيله مشروعيت ورکول کېږې. په افغانستان کي کله چي دولت ړنگ شو ورسره جوغت نور جوړښتونو هم و لويدل او ټولنه د جوړښتونو هر اړخېز بحران ته ور ننوتله. په قبيلوې سېمو کي د دولتې جوړښتونو نشتوالی نه يوازي د نورو جوړښتونو د نشتوالی په معنې دی، نه يوازي دلته خلک حقونه او ازاديگانې نه لرې، بلکې هغه جوړښت چي دا ازادي او حقونه خوندي کړې هم نشته دی او دلته په بشپړه توگه زور او زورور واکمنې کوي. دين، سياست او فرهنگ د خپلو ځانگړتياو په لرلو سره له يو بل څخه جلا مفهومونه دي. دين د نه بدليدونکو حکمونو ټول دی، کوم چي د همیشه له پاره هماغه شان چي دي پاتې بلل کېږې. دين روحانې بڼه لرې او معنوي لارښود دی او دين د فرهنگ، سیاست او بل هر فکرې سیستم په پرتله د انسانانو په چلندونو، تلنو او فکرونو ژور تاثير لرې. تر اوسه په افغانې ټولنه کي د فرهنگ او په تېره بيا “ افغانې فرهنگ” په هکله، د هغه د جوړښت په هکله او ددې فرهنگ په جوړښت کي د تارېخې، انسانې، مذهبې، اخلاقې، بهرنيو ... عناصرو د رول په هکله روښانه تصوېر نه دی ورکړل شوې. په يوه په قومې، لسانې او مذهبې لحاظ ویشلې ټولنه کي د گډ فرهنگ د ايجاد او تعريف کولو مسله ډېر لوی اهميت لرې. همدارنگه فرهنگې ټولنو هم دا هڅه نه دي کړي او يا يې ددې وس نه دی موندلې چي د “ افغانې فرهنگ” په هکله يو روښانه تعريف ورکړې. يو شمېر فرهنگې ټولنې د فرهنگي په ځای سياسي دي، مشخص او معلوم سياسي درېځونه لرې او سياسي اعلامېي ورکوي. فرهنگ په يوه ټولنه او يا يوه ټولنېز گروپ کي د گډو آرزښتونو، چلندونو، تلنو، رواجونو، دودونو، سمبولونو او باورونو يو سيستم دی. فرهنگ نه يوازي معنوي لوری، بلکې مادي لوری هم لرې. مجسمې، نقاشي، تابلوگانې، تارېخې ودانې...هم فرهنگ دی. فرهنگ د ويشونکی رول تر څنگ يو ځای کونکی رول هم لرې او د فرهنگونو تر منځ د چېن ديوال هم نشته دي. فرهنگ او انسان له يو بل سره نه جلاکيدونکې اړيکې لرې، انسان په فرهنگ او فرهنگ په انسان تاثير لرې. په بل عبارت فرهنگ له انسانې “ انديښنې” او انسانې “ کار” سره په نه تماميدونکې توگه هميشنې اړيکې لرې، کله چي موږ د فرهنگ په هکله خبرې کوو، کله چي موږ د فرهنگې آرزښتونو او فرهنگې لاس ته راوړونو په هکله خبرې کوو په حقيقت کي د انسان د کار، د انسان د ابتکار، د انسان په نه تماميدونکو انديښنو او فکرونو خبرې کوو. هغه انديښنې او فکرونه چي هېڅ ډول پولې نه پېږنې او نه په پولو کي ایساريداي شي. فرهنگ يوازي د انديښنېو کار او عقل په مټو د پرمختگ لوری وهې. د فرهنگ همدا ځانگړتياوې د مذهبې بنسټپالنې د دوښمنې موضوع گرزيدلې، بنسټ پالنه له يوې خوا له فرهنگه تښتې او له بلې خوا ورسره دوښمنې کوي. سره ددې چي همدا اوس مذهبې بنسټ پالنې د فرهنگ او فرهنگې لاس ته راړونو په ضد يرغل وروړی او هغوې له منځه وړې په بمونو يې اولوزوې او فرهنگيان له منځه وړې، خو يو شمېر په ریاکارې سره دموکراسي او تمدن ته فرهنگی يرغل او د اخلاقو له منځ وړل وايې. هغه دموکراسي او هغه تمدن چي د فرهنگ او فرهنگې ميراثونو ساتل خپله دنده بولې. په خپله د دموکراسي انگېزه يوه اخلاقي انگېزه ده، کوم چي په ټولنېز عدالت، د انسانانو تر منځ په برابرې او دهغوې د حقونو او ازاديو په تامېن کولو تکيه کوي. په دموکراسي کي د بل هر سيستم په پرتله د انسان او د هغه د کرامت درناوی کېږې. يوازي دموکراتيکې واکمنې کولاي شي په يوه ټولنه د هر ځانگړی وگړی د ازادې او د هغه د کرامت د ساتنې ژمنه ورکړې. سياست د دين او فرهنگ په پرتله په چټکې سره بدلون مومې. سياست په يوه ټولنېز سيستم کي د ننه د واک، اتوريتې او اداره کولو يو سیستم دی. د سياست په کار کي سره ددې چي گټې مرکزې رول تر سره کوي، خو سياست د گټو او غوښتنو تر څنگ د ارزښتونو مجموعه هم دی. د دين ، سياست او فرهنگ په منځ کي سياست په چټکې سره بدلون مومې. په افغانستان کي په وروستيو کلنو کي يو په بل پسي واکمنان راغلل او ولاړل، يو په بل پسي واکمنې جوړې او يو په بل پسي هم ړنگې شوې. سياستونو هم يو په بل پسي بدليدل او بدلېږې. همدا اوس هم په سياسي ډگر کي هره ورځ يو په بل پسي بدلونونه شته دي. همدارنگه د فرهنگې څېرو په پر تله سياسي څېرې په چټکې سره راغلې او ولاړې. اوس هم راځې او ځې او ډېر ژر د خلکو له يادونو وزې. په دې اخېرو ډیرشو کلنو کي په لسگونو سياسي څېرې راووتې. اوس هم ورته حالت دی ډېرې سياسي څېرې او سياسي وگړي شته دي. د دوې ډېره برخه له يوې خوا په بشپړه توگه اتفاقي او تصادفې دي او له بلې خوا دوې د کار او تارېخ په ځای په واک اوشتمنيو پسي سر دي. په افغانستان کی سیاست او واک ته د شتمنيو د تر لاس کولو د وسيلې په توگه کتل کېږې. فرهنگ د سياست په پرتله ورو او دين په پرتله چټک بدلېږې. په دين کي هم بدلونونه راځې خو ډېر ورو دي. دينونه هماغه شان نه دي پاتې شوې چي په پيل کي وو. په دينونو کي بدلونونه راغلې او په څو برخو ويشل شوې دي. په دينونو کي اختلافونه او جگړې ايجاد شوې او دې اختلافونو او جگړو د لس گونو زرو انسانانو ژوند اخيستی او اوس يې هم اخلې. دبيلگو په توگه په عسويت کي د پروتستانو او کاتوليکانو تر منځ شخړې او جگړې او په اسلام کي د دننه د شيعگانو او سونيانو شخړې او جگړې يادولې شو. په اروپا کي د پروتستانو او کاتوليکانو تر منځ دېرش کلنې مذهبې جگړې ډېرې خونړې او بې رحمه وې. کله چي به دې او هغه لورې کومه سېمه تر لاسه کوله د نوموړې سېمې خلک په زور او جبر دې اړ کيدل چي خپل مذهب بدل کاندي او يا به ځوريدل او وژل کيدل. په دې جگړه کي به کله د سياسي موخو د تر لاسه کولو له پاره له مذهب څخه گټه اخستل کيدله او کله به هم د مذهبې موخو له پاره له سياست څخه د وسيلې په توگه کار اخستل کيدو. په اروپا کي ددې جگړو ختم او د سولې تامېن د يوه زړور او تارېخې اقدام په کيدو سره تر لاسه شو او هغه له سياست څخه د دين او له دين څخه دسياست خپلواکې وه. دي اقدام په اروپا کي ددې امکانات منځ ته راوړل چي د قانون په وړاندي د ټولو دينونو پېروان برابر او مساوې حق ولرې او د هغوې ازادي تضمېن کاندي. دې تارېخې اقدام په سياست کي د هر وگړې د برخې اخيستنې عملې زمينه برابره کړه. همدي اقدام په اروپا کي د دموکراسي بری تضمېن کړ او د پرمختگونو لاره يې په پراخه توگه پرانيستله. د ا سلام په دين کي د ننه زياتيدونکې اختلافونه او په ځانگړې توگه د مذهبې راديکالېزم وده او پياوړتيا په تېره بيا د موږ په سېمه کي د ډېرو سختو او تورو ورځو د راتگ سيگنالونه او اشارې ورکوي. په افغانستان کي د بل هر جوړښت په پرتله فرهنگ او په تېره بيا دين او سياست پېاوړی رول تر سره کوي او دلته د سياست او دين تر منځ اړيکو ته هميشنې بڼه ورکړ ل شوي او جلا کول يې “ کفر او جهالت” بلل کېږې. لسېزې تېرېږې چي په ترکيه کي دين او دولت له يو بل څخه جلا دي، خو ترکيه د مسلمانانو ټولنه پاتې کېږې او هلته همدا دم يو اسلام پلوه گوند واکمن دی. د دين او سياست په اړيکو کي کله سياست ته دينې بڼه ورکول کېږې او کله بيا دين سياسي کېږې. خوپه عمل کي لکه چي د وروستيو کلنو تجربې په ځانگړې توگه ددې خبرې ثبوت ورکوي چي په دې سيالې کي د سياست رول اوچت دی او د سياست د دينې کيدو په ځای دين سياسي شوی دی. يو ځل نه . بلکې څو ځلې واکمنيو او سياسي ډولو د خپلو واکمنيو او گټو په خاطر له دين څخه د وسيلې په توگه کار اخیستی دی. دوې په وار سره د خپلو عملونو او سياستونو د توجېي له پاره له دين څه گټه تر لاسه کړې ده. دوې نه يوازي د ټولنې د ويش هڅه کړی، بلکي دوې دين يې هم ويشلی دی او هر يو يې د خپلو موخو او غوښتنو سره سم د دين تفسېرکوي. په افغانستان کي څو اسلامې گوندونه او ډلې شته دي، خو په عمل کي هغوې د اسلامې موخو په ځای، سياسي، قومې او اقتصادي موخې لرې. پرون هم واکمنانانو او شاهانو خپلو واکمنيو ته د دين پوسيله قانونيت ورکاوه او د هغوې د واکمنيو سره مخالفت له دين سره مخالفت او له هغوې سره جنگ له دين سره جنگ بلل کيدو. همدا اوس په افغانستان کې په تېره بيا پرونې د “ ازادي د لارې جنگيالې” په يوه واکمن اقتصادي قشربدل شوي دي او هڅه کوي چي له دواړه دين او سياست د خپل ټولنېز موقعيت د ساتلو د وسيلو په توگه کار واخلې. دوې له يوې خوا ځانونه د ټولنې روحانې مشران بولې او له بلې خوا دهر بل چا په پرتله ماديات پالونکي او د شتو خاوندان دي. دوې نه غواړې سياست د ټولو په چاره بدل شي. دوې نه غواړې په ټولنه کي سياسي بيگانگې له منځه ولاړه شي او ټولنه سياسي شي. افغانې ټولنه به هغه وخت سياسي شي او هغه وخت به په خپل برخليک واکمنه شي چي ټولنه او دا بې شماره انسانان له همدي ډول امېر، مجاهد، ملا، اخوند، پېر .... څخه خپلواک شي. سياست له دين او دين له سياست څخه خپلواک شي. د دين د سیاسي کولو معنې دادی چي دين واک غوښتونکی دی او واک غوښتنه د روحانيت په ځای له ماديات پالنې څخه عبارت دی، دين معنوي لارښونکی دی. خو سياست په هر حالت کي او په هر شکل چي وي قدرت غوښتونکی دی. د سياست او فرهنگ تر منځ په اړيکو کي ورته حالت موجود دی. دولتونه او واکمن په تېره بيا د بشري حقونو او ازاديو سره په مخالفت کي هڅه کوی خپل عملونه د فرهنگ او فرهنگې آرزښتونو پوسيله توجيه کاندي او بشرې حقونو او ازاديو ته سېمېزه او فرهنگې بڼه ورکړې. په بل عبارت هڅه کېږې بشرې حقونه او ازاديو ته نسبې ځانگړتيا ورکړې او هغه په فرهنگ، مذهب او قوم پورې وتړې، خو انسان بشرې حقونه د خپل انسانتوب په بنياد لرې نه د فرهنگ، مذهب او قوم په بنياد. انسان که په ويتنام کي، که په دنمارک کي، که په افريقا کي، که په کوبا کي، که په افغانستان کي دنيا ته راځې يو شان حقونه او ازاديگانې لرې. همدارنگه هغوې چي بشرې حقونو ته نسبې بڼه ورکوي استدلال کوي چي بشرې حقونه په غربيانو پورې تړلې مسله ده. ايا ددې استدلال معنې دا کيداي نشي چي دا يوازي غربی انسان دی چي د بشرې حقونو او ازاديگانو شايستگې لرې. افغانان دا شايستگې نه لرې او گواکې دوې په خپله نه غواړې چي ازاد وي، دوې په خپله نه غواړې چي د خپلواکو انديښنو او خپلواک شخصيت خاوندان وي، دوې پخپله نه غواړې چي په ځان او خپل ژوند واکمن شي او دوې په خپله په تېره بيا د ښځو د وهلو، ځورولواو خرڅولو لاره انتخاب کړې ده. لکه چي يادونه وشوه په افغانستان کي همدا دم د سياست، دين او فرهنگ تر منځ اړيکې پېچېلې او بحرانې ځانگړتياوې لرې. دا اړيکې هم د همکارې او هم د مخاليفتونو اړيکې دي. په سياسي برخه او سياسي ژوند کي دموکراسي لاره پرانیستې او لاس ته راوړنې لرې او دموکراسي هڅه کوې نه يوازي په سياست او سياسي ژوند کي خپل سنگرونه کلک کاندي، بلکې په نورو ډگرونو او له دې جملې په حقوقي ډگر کي خپلې لاس ته راوړنې زياتې او پراخې کاندې، خو دا د دواړو دين او فرهنگ له مخاليفتونو سره مخامخ دي. هره ورځ د قانون جوړولو په برخه کي ددې درو بنيادونو تر منځ سخته سيالې روانه ده. په حکومت، پارلمان او مشرانو جرگه کي مذهبې محافظ کاره ځواکونه نه پرېږدې چي له يوې خوا سياست له دموکراسي سره همغاړی شي او له بلې خوا مدنې جوړښتونه پراخ او په خپلواکه توگه عمل وکړې. دوې هڅه کوي هر څه او له دې جملې انتنونه او تلوېژونونه هم مذهبې کاندي. د دين او فرهنگ تر منځ نه يوازي اړيکې شته دي، بلکې په يو بل ژور تاثير لرې. د دين هڅه داده چي فرهنگ دينې بڼه غوره کړې. خو د وخت په تېريدو سره ځېنې مذهبې مراسم او سمبولونه بيا فرهنگې بڼه غوره کوي. په فرهنگونو کي ډېر داسي رواجونه شته دي چي مذهبې ريشې لرې. دينې افراط بيا په خپل وار سره هڅه کوي د فرهنگ ځېنې برخې: موزيک، سندرې، هنر ... منع او له منځه يوسي. همدارنگه هر څومره چي دفرهنگ او دين تر منځ اړيکي نژدي وي په هماغه اندازه د فرهنگ سنتې بڼه پېاوړې کېږې او د دين ټولنېزه پايگاه پراخېږې د طالبانو په غورځنگ کي په ډېره څرگنده توگه د دين او فرهنگ پېاوړی يووالی شته دی. دلته دين په فرهنگ او فرهنگ په دين تکيه کوي او دلته سياست د دواړو دين او فرهنگ په وړاندي کمزوری دی. دین او فرهنگ تر منځ د اړيکو په نژدې کولو کي بل پېاوړی فکتور هم اخلاقې آرزښتونه او دودونه دي. دلته موخه داده چي ټولنه داخلاقي آرزښتونو په اساس اداره شي. په بل عبارت په ټولنه کي د “ ښه” او “ بد” ، “ دا کوه” او “دا مه کوه” په بنياد نظم ټينگ شي. په سياست کي هيڅکله اوتر هېڅ ډول شرايطو لاندي اخلاق ټاکونکی رول نه تر سره کوي. دا مشکله خبره ده چي سياست او يا يو سياسي عمل د اخلاقو پوسيله توجيه شي. جگړه چي د سياست ادامه بلل کېږې د کومواخلاقو پوسيله سره توجيه کيداي شي؟ سياسي پريکړې او سياسي تصميمونه هم د اخلاقې نورمونو په اساس نه نيول کېږې. د ارسطو او افلاطون له پاره سياست او اخلاق له يو بل څخه نه جلاکيدونکي شمېرل کېږي. خو ماکياولی بيا سياست له اخلاقو جلا مطالعه کوي. ډېر څېړونکې اخلاق يو فردي چلند بولې، کوم چي په يوه مشخص حالت کي پريکړه کوي چي څه وکړې. په اخلاقو کي مهمه خبره داده چي انسان څومره د عقل او ارادې په مټ په خپلو حريصو او ځان پالونکو غرېزو غلبه کوي او خپل وجدان ته غوږ نيسې. ډېر ځله داسي حالت هم منځ ته راځې چي د يو عمل په کولو کي سړی د عقل او اخلاقو تر منځ يو انتخاب کړې او ښه دادی چي سړی د عقل لوری ونيسي. بله بنسټېزه مسله دا دی چي د ټولنې د ادارې او نظم مسله نوره ددې او هغه وگړی، ددې او هغې اتوريتې په ځای پخپله د ټولنې کار دی او دا کار هغه وخت ثبات پيدا کولاي شي چي اداره او نظم د ټولنې په ولکه کي وې. په اوليه او قبيلوې ټولنو کي د ټولنې نظم او د انسانانو تر منځ اړيکې د دودونو او اخلاقو پوسيله تنظيم کېږې. د بيلگي په توگه په يوه کلې کي نه کوم حقوقي سيستم او نه کومه اداره شته دی چي دحالاتو څارنه وکړې. همدارنگه په کلی کي نه سياست شته دی او نه حقوقي جوړښتونه شته دي. کليوالی ابتدايې ژوند له سياسي او حقوقي جوړښتونه څخه د باندي او وتلی يو ژوند دی، چېرې چي نظم او اداره د اخلاقو او دودونو په بنياد تر سره کېږې. دلته د انسانانو تر منځ اړيکې هم د همدي اخلاقي او دودونو پوسيله تنظيم کېږې. دلته نه يوازي حقونه، دودونه او اخلاق له يو بل څخه نه جلا کېږې، بلکې خلک هم ددې درو تر منځ فرق نشي کولاي. په دي ډول حالت کي دود هم د اخلاقو او هم د حق په ځای عمل کوي. دلته ددې او هغه دود، ددې او هغه دگم په بنياد وژل هم حق بلل کېږې. دلته په تېره بيا د ښځو وهل، ځورول او په هميشنې توگه د هغوې شکنجه کول د سړی حق پېږندل کېږې. خندا او په تېره بيا د ښځو خندلو ته بد اخلاقې ويل کېږې. په اروپا کي د منځنيو پېړيو اسکولاستېکانو د انسان له پاره خندا کول مکروه بلله. دوې ويل چي خندل د مومنانو له زړونو څخه ډار باسي او په همدي ډول يې اېمان بربادېږې. په کليوالې ژوند کي هغه اخلاق او دودونه چي له مذهب څخه متاثير شوې دې د دگمونه بڼه خپلوې او د مقدساتو ځانگړتيا پيدا کوي. دا ډول دودونه او اخلاق د يوې اتوريتې په شان عمل کوې. ددې دودونو په هکله انتقاد کولو، شک کولو او د هغوې په هکله د پوښتنې را پورته کولو ته د ارتداد او گناه په سترگه کتل کېږې. په دا ډول يوه حالت کي دودونه او اخلاق د علم، عقل او استدلال له څېړولو او څارولو څخه ايستل کېږې او يا انسانې عقل او خرد له اخلاقو او دودونو څخه جلا کېږې. په کليوالی ژوند کي د همدي نه بدليدونکو دودونه او اخلاقې نورمونو په بنياد خلک د منځنيو پېړيو په شان فکر کوی چی هر څه له پخوا څخه تیار او جوړ شوي دي او چېرې چي هر څه له پخوا جوړ او تيار شوي وي او نور څه نه کېږې او يا نور څه نه ور باندي زیاتېږې نه يوازي د فکر او انديښنې خپلواکې له منځه ځې، بلکي د عقل د په کار اچولو له پاره هم ځای نه پاتې کېږې. دي حالت په پراخه توگه بې شماره انسانان داسي له ځانه بيگانه کړي دي چي په خپلو ناخوالو او بدمرغيو هم نه پوهېږې. هغوې سره ددې چي په خپل ژوند کي يې يوه ورځ هم نيکمرغې نه دي ليدلې، خو په موجود حالت شکر باسي. دلته انسانان د ماشينونو په څېر يو ډول او يو شان عمل کولو ته اړ کېږې، خو انسانان نه د ماشين په څېر يو شان پيدا شوی او نه د ماشېن په څېر يو شان عمل کوي. په کليوالی ژوند کي د دودونو او اخلاقې نورمونو يو شان دي او هماغه شان چي دي تکرار کېږې او همدا وجه دی چي په کليوای ژوند کي بدلون او وړاندي تگ نه راځې او يا هم ډېر ورو راځې. يوشانتوب او تکرار نه يوازي د بدلون او وړاندي تگ له چارې سره مرسته نه کوي، بلکې د هغوې مخه نيسي. بدلون او وړاندي تگ هغه وخت راځې چي په ټولنېز ژوند واکمن نورمونه د يوشانتوب او تکرار ځانگړتياوې خوشي کړې. د حشراتو په ژوند کي هم د گډ ژوند او گډ کار په هکله نورمونه شته دي، خو دا نورمونه د هميشه له پاره يو شان پاتې شوې او په هماغه شان چي دي تکرار کېږې. همدا دليل دی چي دلته نه يوازي هېڅ ډول وړاندي تگ او بدلون نه ليدل کېږې او نه هم د کوم بدلون تمه کېږې. په انسانې ټولنه کي د بدلون او وړاندي تگ له پاره ضرور دی چي په گډه د ژوند کولو نورمونه له يوشانتوب او تکرارې حالت څخه را ووزې او د بدلون لاره غوره کړې. د طبعيت له ساده او تکراري حالتو څخه د انسان جلاوالی نه يوازي د بدلونونو او پرمختگ په لور لاره همواره کړه، بلکې د انسانيت د ايجاد او د انسانانو تر منځ د برابرې او ازادې له چارې سره يې ټاکونکې مرسته وکړه. که انسان له طبعيت څخه نه واي جلا شوی او خپل عقل او استعداد يې په کار نه واي اچولی د حيوان په شان به پاتې شوی وو. انسان خپل انسانيت د طبعيت په ځای په ټولنه او ټولنېز ژوند کي تر لاسه کوي. که انسان د طبعيت، خو انسانيت د ټولنې او ټولنېز ژوند محصول دي. که زه يو ځنگلی وای. رښتيا هم فکر وکړې که زه په ځنگل کي پيدا شوی وم او زه يو ځنگلی وای. هويت به مه څه وو. تارېخ او فرهنگ به مي څه وو. همدارنگه به ما دې پوښتنو ته هم ځواب نشواي ورکولاي: زه څوک ېم، چېرې ژوند کوم، کله ژوند کوم او دما ځای چېرې دی؟ دلته په ټولنه کي همدې پوښتنو ته ځواب نه ورکول په دې معنې دی چي سړی له ځانه بې خبره او په ځان نه پوهېږې. هو! که زه ځنگلی وای له نورو سره به مې څه ډول مفاهېمه کوله، خبرې به مې نشوای کولاي، کلمې مي به نه پېږندلې او جملې به مي نشوای ادا کولاي. له نورو سره به مي چلند او تلنه د درناوی، مرستې، همکارې، مهربانې، خواخوږې او زړه سوی په ځای په همنیشنی جنگ او وژلو ولاړ وو. ښکار به مې کاوه، نور به مي وژل تر څو ژوندی پاتې شم او زه به هم د نورو له پاره د ښکار کولو او وژلو موضوع وم. دلته به هر څه د “ تنازع بقا” په شاوخوا را څرخيدل. ما به د عقل په ځای د غرېزو پېروې کوله، په لوژه برسېره به زه تر هميشنی گواښ لاندي وم. له غاره تر غاره په منډو وم. هر څه ته به می د کرکې او ډار په سترگه کتل، په هېڅ شی او هېچا به مې باور نه کاوه. په نورو باور کول به د ما په ژوندون کي يو بيگانه شی وو. دلته به د ټولو او له ټولو سره اړيکې د زور او بريد اړيکې وې. فکر به مې دې ته وقف وو چي څه ډول نور ووژنم او څه ډول د نورو د بريدونو په وړاندي ځان وساتم او دې فکر به هميشنۍ، تکرارې او نه بدليدونکې بڼه درلوده او زه به ددې جوگه نه وم چي څه زده کړم، دشيانو او طبعيت په بدلون او د حقيقت او واقعيتونو پلټنه وکړم. دما له پاره به اخلاق، پشمانې، ندامت، بخښنه، عفوه، مېنه، درناوی ... بيگانه شيان وو. زه به د ټولنېزو اړيکو د ټول په ځای يوازي يو ايديولوژيکې موجود وم. ما به په طبعيت هېڅ ډول تاثير نه درلود، بلکې زه به د طبعيت هر ډول ناخوالو څخه متاثیر کيدلم او د طبعيت هر غضب به د ما له پاره کلک گواښ شمېرل کيدو. که په ځنگل کي غرېزې او د تنازع بقا اړتيا د عقل خنډ وې په ټولنه کي څه شي دي چي د عقل د په کار اچولو مخنيوی کوي؟ په ټولنېز ژوند کي کرکه، نفرت ، ځان پالنه او په تېره بيا ايديولوژې او د نه بدليدونکو دگمونو او له پخوا څخه د جوړ شويو حکمونو پېروی د عقل او خرد د په کار اچولو خنډ کېږې. دواړه اخلاق او دودونه د انسانانو د تلنو او چلندونو د تنظيم کولونورمونه دې. د نورمونو د ژوند کولو قابليت په دي کي دي چي څومره د اداری او قضاوت کولو په هکله خپل عنيت لري او په کومه اندازه له واقعيتونو سره همغاړيتوب ساتې. هغه نورمونه چی ذهنې، افسانوې او د خوبونو په مټ پايې او له واقعيتونو څخه جلا موجوديت ساتې د ژوند د تنظيم کولو په کار کي خپل وس او توان له لاسه ورکوي او نه يوازي د بدلونونو او د زمانې د غوښتنو ځواب نشي ورکولاي، بلکې د ستونزو په حل کولو کي هم پاتې راځې. د ستونزو او کشالو د حل په کار کي د نورمونو بې وسې د زور او خشونت د په کار اچولو لاره پرانېزې. بدلونونه او پرمختگ د هميشه له پاره په ټولنه کي د نويو نورمونو د منځ ته راتللو په ضرورت ټينگارکوي او همدا ضرورت دي چي د ټولنې او د انسانانو تر منځ د اړيکو د تنظيم کولو نورمونه ته په بشپړه توگه نسبې ځانگړتياوې ورکوې او نسبې ځانگړتياوې لرې. ټولنه په هر حالت او هر وخت کي د ټولنېز ژوند تنظيم کونکو نورمونو ته ضرورت لرې، خواوس په نړۍ کي هيوادونه او ټولنې د اخلاقې نورمونو او دودونو په ځای د یوه دولت په وجود کي د يوه حقوقي سيستم پوسيله اداره کېږې، کوم چي د قانون په وسيله تنظيم کېږې. په هغو ټولنوکي چي نورمونه نسبې او دولتونه هم دموکراتيکې ځانگړتيا لرې په هميشنې توگه په بدلون کي دي او وړاندي ځې. حقوقي سيستم هم يو ژوندی او نسبې سيستم دی چي په همشنې توگه په حرکت او بدلون کي دی. دا ډول يو سيستم له سياست، دين او فرهنگ څخه په خپلواکه توگه عمل کوي. که حقوقي سيستم خپلواک نه وي نو نه يوازي د هغه نسبيت تر پوښتنې لاندي راځې، بلکې د ټولنېز او سياسي پرمختگ مخه هم نيول کېږې. په دنيا کي ازلې او د هميشه له پاره بشپړ حقوقي سيستم نه پيدا کېږې اوهمدا به د الهې او انسانې قانونو توپېر وی. په افغانې ټولنه کي د قانون د واکمن کولو او بيا د هغوې د بدلولو ذهنيت وده کوي او خلک د بل هر وخت په پرتله د قانون د واکمنې په ضرورت ټينگار کوي او خپل ټولنېز، حقوقي او سياسي برخليک د قانون په واکمنې پوري تړلی گڼې. اوس په روشنفکرانو دی چي ددې ذهنيت له پېاوړتيا او پراختيا سره مرسته و کړې. ددې ذهنيت پېاوړتيا به ټولنې ته ددې وس ورکړې چي د نه بدليدونکو نورمونو او د هغوې د اتوريتې په وړاندي د مقاومت کولو لاره خپله کړې. هغه ډول مقاومت او د مقاومت حق چي انگليسي پوه “ جان لاک” درې پېړۍ پخوا په خپل کتاب “ د دولت په هکله دوه مقالې” کي يادونه کوي او د دولت په وړاندي د ملت په مقاومت ټينگار کوي. جان لاک د دولت په وړاندي د مقاومت يادونه کوي، خو دلته په افغانستان کي به ښه دا وي چي تر هر څه ړومبی د واکمنو دودونو په وړاندی مقاومت وشي. دلته د بدلونونو او پرمختگ په لور ستونزه د دولت په ځای د پېړيو زاړه واکمن دودونه او دگمونه دي. د پورتنيو خبرو معنې دا نه دی چي نور په ټولنه کي اخلاق له منځه ځې او يا د ژوند په دي او هغه برخه کي دودونه ورکېږې. ټولنه او ټولنېز ژوند په هميشنې توگه له اخلاقې نورمونو سره مل دی. بې له اخلاقو ټولنه نه پيدا کېږې او بې له ټولنې اخلاق نه پيدا کېږې. په يوه ټولنه کي د قانون او حقوقي سيستم واکمنې د اخلاقو او دودونونفي کول نه دي. پورته دا مسله ياده شوه چي اوس ټولنېز ژوند د يوه بدليدونکی حقوقي سيستم پوسيله تنظيم کېږې، کوم چي عملې کول يې د يوه مسؤل او پېاوړی دولت پوسيله تضمېن کېږې، خو داخلاقو د عملې کولو ژمنه بيا نه د زور، نه دجبر او نه هم د باندنی ځواک پوسيله تر سره کېږې، بلکې د اخلاقو ژمنه پخپله د يوه وگړې په د ننه کي د وجدان پوسيله تر سره کېږې. د بيلگې په توگه په ټولنه کي پولیس د اخلاقو د پلې کولو په ځای د قانون د پلې کولو دنده لرې. خو د اخلاقو څارنه او پلې کول د انسان په دننه کي د “ پټ پوليس” چي نوم يې وجدان دی تر سره کېږې. په ټولنه کي د قانون، دودونو او اخلاقو تر منځ هم همغاړيتوب شته دی او هم مخالفت شته دي. کيداي شي يو شي هم قانونې وي او هم اخلاقې. کيدای شي يو عمل هم د قانون او هم د اخلاقو په خلاف وي. غلا کول د دواړو قانون او اخلاقو خلاف يوکار دی. همدارنگه کيداي شي يو شي اخلاقې وې، خو قانونې نه وی. که په هغه ځای کي چي د موټرو درول منع دي که څوک دلته خپل موټر ودروي دا کوم اخلاقې جرم نه دي، خو د قانون خلاف کار شمېرل کېږې. که يوه کورنۍ د پلار د مړینې له امله داقتصادي ستونزو سره مخامخ شي د ترحم او مرستې وړ بلل کېږې او په اخلاقي لحاظ له هغه کوره چي پکښي اوسي نه بايد وايستل شي، خو که د کور کرايه ور نه کړې د کورخاوند ته قانون دا حق ورکوي چي دا بې وسه شوې کورنۍ وباسي. نور بيا دستگېر خروټی
|