د مينې کعبه
نور محمد غفوری
د مينې کعبه
څوک به وایی چې شل نه ئې ته شپیته یې که هـر څه ئې ته
ملهم زمـا د زړه یې
هره ورځ مې د خـوښۍ د آسمان لـمر یې هره شپه کې مې د
لارې څراغ ته یې
که په سپینه ګیره بیـــا بیا انتــخاب کـــړم بیا له ټولو ښکلو، ښکلې راته ښـه یې
تــه د ګلو امــیـل نه یې چې شـیـتـــه شې د سـرو زرو غاړکۍ
یې تل تــازه یې
زمـــا عـشق کلـــه تـابع د زمــــانې شی ها
اول چې معشوقه مې وې هـغه یې
پــه لـیـدو د زمـا هـر ســلول رڼــــا شی ته
زما د ژوند شیبو ته لـــمرخاته یې
د هــیچــا مې بندګی قــــــبوله نــــکړه خو
زما د عشق معبودته مې کعبه یې
کابل- افغانستان