حریت

 

ولی پاسدار

 

 

حریت

الماسی جوغه که چیری ورپه سر کړی

دنړۍټول ارزښتونه ورته ور کړی

واکمندوی دی د هوا او بحرو بر کړی

صلا کار او دی د ټول جهان رهبر کړی

ستایندوی دی په میدیا او په منبر کړی

ورته جوړ کمیس پرتوگ او ښهڅادر کړی

لوکس دریشی او نیکتایی باندی ‌‌‌‌‌‌ډولی کړی

ښه چپن او قره قل ورته په سر کړی

دالری اکونټ ورجوړ کړی په قطر کی

گلخانه او سپیدار کیقصر ورکړی

جو دانی قدر خوند نه لری پاسداره

خپلواکۍ چه د پره دو په لاس کی ورکړی

ولی پاسدار: ناروی

اگوست: 2019